د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۱مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د چين په نړيوالې دوستانه غونډې يا د دغه هېواد د بهرنۍ دوستۍ ملي ټولنې د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې په فعاليت کې ګډون او وينا کړې او له بهرنيو ګډونوالو سره یې ليدلي دي.
نوموړي د چين د بهرنيو ملګرو د اوږدمهال دوستانه چارو لوړه ستاينه کړې او ویلي يې دي، هېواد به یې له بېلا بېلو هېوادونو سره دوستانه تبادلې زياتې او په ګډه به ورسره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.
شي جين پينګ ويلي، نړيوال دې یو له بل سره مرستې وکړي، په ګډې همکارۍ دې ګټې ترلاسه او یو له بل سره د ورخلاصون له مخې چلند وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې پراخې هوکړې او لوی ځواک رامنځته کړي.