د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۱۳مې نېټې د ويتنام په پلازمېنې هانوي کې د دغه هېواد له صدراعظم فان مين چينه سره په ګډه د دواړو هېوادونو د تصديو د استازو په غونډه کې ګډون کړی دی.
لي چيانګ د يادو استازو د ويناوو تر اورېدو وروسته هيله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو صنعتګر د زمانې له تمايل سره سم له اوسني فرصت څخه استفاده وکړي او خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې او د ځاني پرمختګ د موندلو تر څنګ د ګډو پرمختګونو لپاره هم خدمتونه وکړي.
د ويتنام صدراعظم وان مين چينه د غونډې ګډونوالو ته ويلي، چې هېواد يې غواړي د ګډو ګټو پر بنسټ او د ګډو برياليتوبونو له روحيې سره سم يو د بل تشې پوره کړي، لازيات همکاريز امکانات برابر او د تصديو ترمنځ د همکاريو سویه لوړه کړي، د پولي او تخنيکي چارو، پانګونې، ټرانسپورټي تأسيساتو، ډيجټلي اقتصاد، د توليدي او برابرونکو ځنځيرونو د پيوستون په برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ لاپياوړې کړي او د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو په چوکاټ کې خپلمنځي همغږي لازياته کړي.