د چين د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د ختيځې جنګي سيمې وياند ډګروال لي شي خبري رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو یې د اکتوبر په ۱۴مې نېټې په تايوان تنګي، د تايوان ټاپو په شمالي، جنوبي او ختيځو سيمو کې د ګډې تورې – 2024 بي په نوم تمرين پيل کړی، چې ځمکني، سمندري، هوايي او توغندي ویشتونکي ځواکونه يې پکې برخه لري.
په دغه تمرين کې به د چين جنګي بېړۍ او الوتکې له زياتو خواوو څخه د تايوان ټاپو پر لوري حرکت وکړي او د برخوالو ځواکونو سرتيري به یې په ګډې همکارۍ کومانډويي عمليات ترسره کړي.
په هوا او سمندر کې د جنګي چمتوالي ګزمې، د مهمو بندرونو او سيمو کلابندي او کنټرول، پر سمندري او ځمکنيو هدفونو بريدونه او د مجموعي کنټرول حق د دغه تمرين مهمې برخې بلل شوي او د برخه والو ځواکونو جنګي توان به پکې وازمويل شي.
ډګروال لي شي ويلي، دغه تمرين له وطن څخه د تايوان د خپلواکۍ غوښتونکو ځواکونو ته د اغېزمن ګواښ د ورکولو په موخه ترسره کېږي او د چين د ملي حاکميت او واحد هېواد د ساتنې معقول او اړين اقدام يې بللی دی.