د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اکتوبر په ۱۴مې نېټې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې کړي او د منځني ختیځ پر وضعيت ورسره غږیدلی دی.
دواړو سیالانو د چین او ایران اړیکې ستایلي او د بېلا بېلو کچو د تبادلو د ساتلو او خپلمنځي اغېزناکو همکاريو د هڅولو نیت یې ښودلی دی.
ښاغلي عراقچي د منځني ختيځ د وضعیت پر ترینګلتیا اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې ایران په نړیوالو چارو کې د چین اغېزې ته پاملرنه کوي او په سیاسي لارو چارو د سیمې د وضعیت د ارامولو لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې به له چین سره پياوړې همغږي وساتي.
وانګ يي پر دې ټینګار کړی، چې د سیمې مسئلې باید په خبرو اترو حل شي او په وينا يې، چین به په مسئولانه رویې له ښکيلو خواوو سره همغږي پياوړې کړي او د نړیوالې اجماع او د سیمه ییزې شخړې د ارامولو لپاره به رغنده رول ولوبوي.