د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۴مې نېټې د خپل اسرائيلي سیال اسرائيل کاتز په بلنې ورسره ټليفوني خبرې کړي او د منځني ختیځ پر وضعيت ورسره غږیدلی دی.
کاتز له وانګ يي سره په خبرو کې د منځني ختيځ د وضعیت په اړه خپل نظرونه او اندېښنې څرګندې کړې دي.
وانګ يي په منځني ختیځ کې شخړې ډېرې سختې بللي او ژوره اندېښنه يې پرې څرګنده کړې ده.
نوموړي د سیمې د وضعيت د ښه کېدو لپاره اړينه بللې، چې په غزې تړانګې کې هراړخیز او دایمي اوربند ته لاره هواره شي، ټول يرغمل شوي کسان خوشې او غزې ته د بشري مرستو رسیدل ډاډمن شي.
وانګ يي ويلي، د هر هېواد او قوم وګړي یو شان ارزښت لري او په غزه کې روان بشري ناورین باید نور دوام ونه مومي.
نوموړي زياته کړې، تاوتریخوالی د شخړې په حل او يا پای ته رسولو کې هیڅ مرسته نه شي کولی، بلکې شخړه نوره هم غځولی شي او په خبره يې، د غزې شخړې یو ځل بیا دا په ډاګه کړې، چې د فلسطین مسئله د منځني ختیځ د ټولو مسئلو سرچېنه ده. دا د نړیوالې ټولنې ګډه غوښتنه ده، چې د فلسطين مسئله باید ژر تر ژره د دوو هېوادونو د طرحې پر بنسټ په سیاسي لارې هواره شي او په سیمې کې اسرائیل او فلسطین، یهود او عرب باید ګډ سوله ييز ژوند اختيار کړي.
وانګ یي همدغه لاره د اسرائیل په ګډون د ټولو خواوو د ثبات او دواملرونکي امنیت د ترلاسه کولو لپاره سمه او اړينه بللې ده.
دواړو سیالانو د چين او اسرائيل پر اړيکو هم د نظريو تبادله کړې ده.
چين هيله لري، چې اسرائيل به په دغه هېواد کې د چيني ادارو او اتباعو د خونديتوب لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.