د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په څوارلسمې نېټې د پاکستان په صدراعظمۍ ماڼۍ کې له خپل پاکستاني سيال شهباز شريف سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو او همکاريو یې ورسره خبرې کړې دي.
لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې د پاکستان د ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا د ساتلو او د دولتي وضعيت له مخې د پرمختيايي لارې د ټاکلو په برخه کې د پاکستان د کړنو ټينګ ملاتړ کړی دی.
نوموړي ويلي، چين به له پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهليز د بشپړوالي په محور د رېل پټليو، سړکونو او بندرونو د مهمو او سترو پروژو ابادۍ ته پرمختګ ورکړي، د صنايعو پيوستون او وده به یې پياوړې کړي، د کرنې، کاني چارو، معلوماتي ټېکنالوژۍ او انرژۍ په برخو کې به ورسره خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.
شهباز شریف له چين سره اړيکې د پاکستان د ډيپلوماتيکو تګلارو بنسټ بللی او په ټينګار یې ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري، د تايوان، شي ځانګ، شينجيانګ، هانکانګ او جنوبي سمندرګي چارو په شمول د چين د مرکزي ګټو په چارو کې د دغه هېواد د دريځ ټينګ ملاتړ کوي او د رئيس شي جين پينګ د درېيو عمده نړيوالو پېشنهادونو پلوي کوي.
نوموړي د پاکستان په پرمختګ کې د چين د مرستو مننه کړې ده.