د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د اکتوبر په ۱۴مې نېټې يو لړ تازه شمېرنې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په تېرو درېيو ربعو کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۲ ټریلیونو، ۳۳۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۳ سلنه زياتوالی ښيي.
شمېرې ښيي، په تېرو نهو مياشتو کې د چين د وارداتو عمومي ارزښت ۱۳ټریلیونو او ۷۱۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۱ سلنه زياتوالی ښيي او په همدې مودې کې یې د صادراتو عمومي ارزښت ۱۸ ټریلیونو او ۶۲۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی دی، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۲ سلنه زياتوالی ښيي.