د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۵مې نېټې د امريکا او چين د اړيکو ملي کمېټې د جايزې ورکولو مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په پيغام کې د چين او امريکا د اړيکو او همکاريو په پراختيا کې د يادې کمېټې نه ستومانه کېدونکې هڅې ستايلي او جايزه ګټونکي ويليام فورټ ته يې مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ د چين او امريکا اړيکې د نړۍ له ډېرو مهمو دوه اړخيزو اړيکو څخه بللي او په وينا يې، دغه اړيکې د دواړو هېوادونو په ښېګڼو او د انسانانو په برخليک او سرنوشت پورې تړلې دي او چين تل د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او د همکاريو له لارې د مشترکو ګټو د اصولو له مخې له امريکا سره اړيکې پالي.
نوموړي باور ښودلی، چې د چين او امريکا برياليتوبونه يو بل ته فرصتونه برابروي او دواړه هېوادونه دې يو د بل د پرمختګ پر وړاندې خنډونه نه جوړوي، بلکې یو له بل سره دې مرستې وکړي.
شي جين پينګ زياته کړې، چې هېواد يې له امريکا سره ملګرتيا او دوستي غواړي او دا چاره دواړو هېوادونو او ان د نړۍ ټولو هېوادونو ته ګټې رسوي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن هم په همدې ورځ يادې کمېټې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.