د چيني ځواکونو د پوځي تيوريو دوه ورځنۍ کاري غونډه د اکتوبر په پنځلسمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پای ته ورسېده.
په دغې غونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ هم ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي د پوځي مفکورو عصري کېدل د ملي دفاع او ځواکونو د عصري کېدو مهمه برخه بللې، چې د پياوړو ځواکونو په ابادۍ کې مهم او لارښوونکی رول لري.
شي جين پينګ ويلي، د نړۍ د نوې زمانې او نوي مزل په درشل کې داسې بې ساري بدلونونه او نوي پوځي اصلاحات روان دي، چې په تېرې يوې پېړۍ کې يې ساری نه دی لیدل شوی او په ورته وخت کې، د چين د امنيت او پرمختګ اوسنۍ اړتياوې هم د ژور بدلون په حال کې دي او دغه هېواد د پياوړو ځواکونو د ابادۍ بېړنۍ دنده او موخه لري او د پوځي تيوريو چارو ته به هراړخيزه پرمختګ ورکړي.