د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۶م نندارتون د اکتوبر په ۱۵مې نېټې د دغه هېواد په ګوانګجو ښار کې پرانيستل شو، چې پکې تر ۳۰ زرو زياتو تصديو په حضوري ډول ګډون کړی او يو ميليون او ۱۱۵ زره نوي توليدات یې پکې نندارې ته وړاندې کړي دي.
په دغه نندارتون کې ګڼ شمېر نوې ټکنالوژۍ او نوي سکټورونه وړاندې شوي او ۱۴۷ زرو بهرنيو سوداګرو ورته نومليکنه کړې ده.
د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ مرکز رئيس چو شي جيا رسنيو ته ويلي، چې د ياد نندارتون په ګډونوالو تصديو کې څه باندې ۸۰۰۰ داسې تصدۍ هم شاملې دي، چې ځينې يې د دولت په ملاتړ عصري او نوې ټکنالوژۍ څېړي، ځينې يې که څه هم منځنۍ او کوچنۍ پيمانې لري، مسلکي او ځانګړي تخنيکونه څېړي او ځينې یې بیا په توليدي صنعت کې ډېرې پياوړې او غښتلې ثابتې شوې دي.
د معلوماتو له مخې په ياد نندارتون کې ۳۹۰ زره ډيجيټل او ځيرک تولیدات او يو ميليون او ۴۰ زره هغه توليدات نندارې ته وړاندې شوي، چې چاپيريال ساتنې لپاره ګټور لري او د کار کولو پر مهال يې کم کاربن خپروي.