د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۱۵مې نېټې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا د ۲۳ مې غونډې په څنډه کې د تاجکستان له صدراعظم قاهر رسول زاده سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو غږيدلي دي.
لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، د چين دولت رئیس شي جين پينګ د روان کال په جولای کې له تاجکستان څخه رسمي ليدنه وکړه او د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره يې د دواړو هېوادونو اړيکې د نوې زمانې هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې کړې دي.
نوموړي ويلي، چين غواړي له تاجکستان سره په ګډو هڅو د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه اجماع پلې کړي، خپلمنځي دوستي ورسره ټينګه او سياسي اعتماد ورسره پياوړی کړي او د يو بل د مرکزي ګټو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو خپلمنځي همکارۍ یې پرله پسې پرمختګونه ومومي.
قاهر رسول زاده ويلي، چې هېواد به يې له چين سره په ګډو هڅو د مشرانو مهمه اجماع ښه پلې کړي، کمربند او لارې ته به وده ورکړي، د سوداګرۍ، پانګونې، الکټرونيکي سوداګرۍ، انرژۍ، صنعت، ټرانسپورټ او کرنې په برخو کې به ورسره خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او په ډيجيټل اقتصاد، زرغون اقتصاد او نورو نويو ساحو کې به ورسره همکارۍ پراخې او کلتوري تبادلې زياتې کړي.