په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د د دغه سازمان د عمومي اسمبلۍ د څلورمې کمېټې عادي مباحثې ته وينا کړې او له نړيوالې ټولنې يې د استعمار د مخنيوي او له منځه وړلو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه دې نړيوال عدالت او انصاف وساتي او عادلانه او معقول نړيوال نظم دې جوړ کړي.
ګنګ شوانګ ويلي،اوس په نړيوالو سیسټمونو کې نا عادلانه او نامعقولې برخې لا هم موجودې دي، چې له امله یې پرمختيايي هېوادونه د مقرراتو، فرصتونو او حقونو په برخو کې ريښتينو مساواتو ته لاسرسی نه لري او دا يې د استعمار تاريخي اغېزه بللې ده.
نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ځانګړې کمېټې د هغه پرېکړه ليک د تصويبېدو هرکلی کړی، چې په بېلا بېلې بڼې د استعماري چارو مخه نيسي او له منځه يې وړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې ياد پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د څلورمې کمېټې لخوا هم تصويب شي.