د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۲۳مې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
په دغې غونډې کې د بېلاروس صدراعظم رومان ګولوفشينکو، د قزاقستان لومړی وزير اولزاس بيکټينوف، د قرغېزستان صدراعظم اکيربیک جباروف، د روسيې صدراعظم ميخايل ولاديمیرويچ ميشوستين، د تاجکستان صدراعظم قاهر رسول زاده او د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف ګډون کړی و او د پاکستان صدارعظم شهباز شریف د غونډې مشري کړې ده.
لي چيانګ یادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې هېواد یې غواړي د دغه سازمان له غړيو هېوادونو سره د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي، د یووالي او متقابل اعتماد، د سولې او ارامۍ، سوکالۍ او پرمختګ، ښه ګاونډیتوب او عادلانه ”پنځه ګډ کورونه“ به اباد کړي.
لي چيانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د ژورتيا په پار څلور وړانديزونه کړي دي:
۱- د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې له خپلو دندو سره سم ستراتيژيکې همکارۍ وکړي.
۲- د دغه سازمان غړي هېوادونه دې د پرمختګ په برخه کې فعالې او پياوړې همکارۍ وکړي.
۳- د شانګهای همکارۍ سازمان غړي دې د لویو چېلنجونو پر وړاندې چمتوالی ونيسي.
۴- د دغه سازمان غړي هېوادونه دې د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې زياتې کړي.