د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د الجزاير په وړانديز د غزې تړانګې په اړه يوه بيړنۍ علنۍ غونډه ترسره کړې ده.
په دغه نړيوال سازمان کې د چين دايمي استازي فو څونګ يادې غونډې ته ويلي، چې امنيت شورا د غزې تړانګې د حالاتو په اړه څو پرېکړه ليکونه تصويب کړي او د اوربند جدي غوښتنې يې کړي، خو ټول په اغېزمن ډول نه دي پلي شوي او د ملګرو ملتونو پر باور او صلاحيت يې سختې منفي اغېزې کړي او نړيواله ټولنه بايد د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو صلاحيت او اغېزمنتوب وساتي.
فو څونګ له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د امنيت شورا پرېکړه ليکونو ته پابند واوسي او په جدي توګه يې باید پلي کړي او په خبره یې، د ملګرو ملتونو هرغړی بايد د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو د اغېزمنتوب ساتنې دنده ولري.
نوموړي ځانګړې هيله ښودلې، چې امريکا د نړيوالې ټولنې په جدي غوښتنې د اوربند په برخه کې له امنيت شورا څخه ملاتړ وکړي.
( سپوږمۍ)