د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د هېواد له فو جيان ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې پر دې ټينګار کړی، چې دغه ولايت بايد د ګوند د شلم ملي کانګرېس او د شلمې مرکزې کمېټې د ۳مې عمومې غونډې د اړوندو روحيو په رڼا کې په هراړخيزه توګه د پرمختګ نوې مفکوره پلې کړي، خپل کارونه باید ثابت ترسره کړي، د ټاکلو موخو لپاره باید د عصري اقتصادي سيسټم د چټکې ابادۍ لپاره ګامونه واخلي، د پرمختګ د نوي حالت په جوړولو کې باید لا زياتې هڅې وکړي او د خلکو د لوړې سويې ژوند، د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا، باکيفيته پرمختګ او د چيني شکله عصريتوب د ترسره کېدو لپاره باید کوښښونه وکړي.
رئيس شي جين پينګ د اکتوبر له ۱۵مې نه تر ۱۶مې نېټې پورې په وار سره د فو جيان ولايت له جانګ جو او شيامن ښارونو څخه ليدنې کړې دي.