په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس او د نورو نړيوالو سازمانونو په استازوليو کې د چين دايمي استازي چن شو د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د ملګرو ملتونو د اجرائيه کمېټې په ۷۵مې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي شخړې د کډوالو او بې کوره کسانو د زياتېدو لوی لامل بللی او له نړيوالي ټولنې يې غوښتي، چې د جګړو د ښکېلو لوريو ترمنځ د تاوتريخوالي د مخنيوي او اوربند لپاره هڅې وکړي.
چن شو د شخړو پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې خپلمنځي مسئلې په سیاسي لارو چارو هوارې کړي او د بشري ناورينونو مخه دې ونيسي او د شخړو هیڅ خوا حق نه لري، چې د بشري ادارو د مرستو مخه ونيسي.
نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه باید د کډوالو د ستونزو د اوږدمهال هواري لپاره هڅې وکړي، د کډوالو اصلي هېوادونو سره دې مرستې وکړي، چې د پرمختګ وړتياوې پياوړې کړي او کډوال بېرته خپلو مېنو ته وغواړي.
چن شو اړينه بللې، چې د مصنوعي ځيرکتيا په شمول نوې ټیکنالوژۍ ځانګړی رول ولوبوي او د کډوالو د هویت په پېژندلو کې مرسته وکړي.