د چين د دولتي شورا معلوماتي دفتر د اکتوبر د ۱۸مې نېټې په سهار د شمېرنې ملي ادارې د مالوماتو پر اساس خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴م کال په تېرو درېیو ربعو کې د هېواد د کورني توليد عمومي ارزښت ۹۴ ټريليونو، ۹۷۴ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی او دغه شمېر د ۲۰۲۳م کال د همدې مودې په پرتله ۴.۸ سلنه زياتوالی ښيي.