د چین د دولت رئيس شي جين پینګ به په روسيه کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۶مه غونډه کې ګډون وکړي. په همدې درشل کې د چين د سي اېم جي د غوره پروګرامونو د خپرولو فعاليت چې د چين د سي اېم جي، د روسيې ورځپاڼې او لويې اسيا ټي وي په گډون د روسیې یو لړ خبري رسنیو له خوا په ګډه جوړ شوی، د اکتوبر په اتلسمې نېټې د روسيې په پلازمېنې مسکو کې پیل شو. له رئيس شي جين پینګ سره د مخامخ کېدو په شمول يوولس غوره پروګرامونه د دې هېواد په عمده خبري رسنيو کې د خپرېدو په حال کې دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو ادارې د وزير مرستيال او د سي اېم جي مشر شن های شیونګ ويلي چې روان کال د نوي چين د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره او د چین او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵ مې کليزې سره برابر دی او د دواړو هېوادونو د کلتوري کال فعالیت د پيل کال هم دی. د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې چين له روسيې سره د لویو هېوادونو د نوي ډول اړيکو نمونه جوړه کړې او د ميډيايي ارګانونو ترمنځ تګ راتګ او تبادلې هم ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي.