په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د اکتوبر په اتلسمې نېټې په امنیت شورا کې وويل، چين هيله لري چې د هایټي هېواد بېلابېل ګوندونه او ډلې دې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او د سياسي مشورو له لارې ګډو نظريو ته دې ورسېږي، څو سياسي جريان په واقعي توګه پرمختګونه وکړي.
د ده په وينا چين په امنيت شورا کې د ۲۷۵۲ نمبر پرېکړه ليک د تصويبېدو هرکلی کوي چې له مخې به يې پر هایټي بنديز د يوه کال لپاره وځنډېږي. د هایټي مقاومت، د سيمې هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا زياترو غړو هېوادونو ياد پرېکړه ليک ته پام اړولی او په اړوندو خواوو يې غږ کړی چې هایټي ته د وسلو د لېږد د ممنوعيت تدبیرونه لا پياوړي کړي.