د چين د ريل پټليو ملي ګروپ د اکتوبر په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ، چينايانو د روان کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې د اورګاډيو په وسيله د ۳.۳۳ مليارډو ځلو لپاره سفرونه کړي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳.۵سلنه زياتوالی موندلی او نوی تاريخي ريکارډ يې جوړ کړی دی.
د روان کال له پيل راهيسې هره ورځ ۱۰۷۹۲ اورګاډيو د چين پر ريل پلټيو تګ راتګ کړی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹.۸ سلنه زياتوالی ښيي.