د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په نولسمه نېټه د پوهنې ملکيت حق د ساتنې د نړيوالې ټولنې په کوربتوب د ۲۰۲۴م کال د پوهنې ملکيت حق نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
رئيس شي جین پينګ په دغه پيغام کې ليکلي، چين د پوهنې ملکيت حق ساتنې ته په درنه سترګه ګوري، په دې برخه کې يې د يوه پياوړي هېواد د ابادۍ لپاره ډېرې هڅې کړې او مهم برياليتوبونه يې تر لاسه کړي او د پوهنې ملکيت حق په پرمختګ کې يې د چين ځانګړتيا لرونکې لار پيدا کړې ده. چين هيله لري، چې له نورو خواوو سره د پوهنې ملکيت حق د نړيوال څواړخيز سيسټم د ساتلو په چارو کې همکارۍ پياوړې کړي، د نوښت او پرمختګ لپاره د ګټور نړيوال چاپيريال په ابادۍ کې د چين هوښياري او پلان برابر کړي او د پوهنې ملکيت حق د نړيوال اداري سيسټم د عادلانه او معقول کېدو لپاره خدمتونه وکړي.