د ۲۰۲۴م کال د پوهنې ملکيت حق نړيواله غونډه د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د چين په هانګ جو ښار کې پرانيستل شوه. د چين مرستيال صدراعظم جانګ ګو چينګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او غونډې ته يې د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ولوست او يوه وينا يې وکړه.
جانګ ګو چينګ وويل، دا چې رئيس شي په ځانګړي توګه دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی، د پوهنې ملکيت حق چارو ته د چين لوړه پاملرنه ترې ښودل شوي. په چين کې به د پوهنې ملکيت حق په اړه د قوانينو، ادارې، تګلارو او مقرراتو د سيسټمونو د بشپړوالي ګامونه چټک شي او ورسره به په ټولنه کې د نوښت حیاتي قوت وهڅول شي، څو د لوړ کيفيت پرمختګ او د چيني شکله عصري کېدو لپاره خدمتونه وکړي.