د کمربند او لارې وړانديز تر اوسه د ټريليونو ډالرو پانګې راجلب کړي، څه باندې درې زره همکاريز پروګرامونه يې ترسره کړي او د دغې لارې په اوږدو کې يې د پراتو هېوادونو لپاره۴۲۰ زره کاري فرصتونه برابر کړي او د ۴۰ ميليونو کسانو بېوزلي يې غوڅه کړې ده. پرمختيايي هېوادونه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ عمده ګډونوال دي او هر هېواد ترې ګټې پورته کوي.
ملګرو ملتونو د کمربند او لارې وړاندیز د ۲۱مې پېړۍ د پرمختیايي هېوادونو د همکاريو يوه مهمه برخه بللې ده.
د کمربند او لارې د جوړېدو په رڼا کې په دې وروستيو کلونو کې د چين ـ لاوس رېلپټلۍ، د جاکارتا ــ باندونګ چټکې رېلپټلۍ، د چين ـ تایلنډ رېلپټلۍ او د ماليزيا د ختيځې سمندري غاړې رېلپټلۍ په شمول مهم اساسي تأسيسات جوړ شوي، ځايي خلکو ته يې ټرانسپورټي اسانتياوې برابرې کړي، سيمه ييز تګ راتګ يې پياوړی کړی او د سيمې اقتصاد يې په خوځښت راوستلی دی.
د چين ــ لاوس رېلپټلۍ د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې پرانيستل شوې، چې د سیمې په کچه یې کميت او کيفيت ډېر پورته دی. شمېرې ښيي، د روان کال تر سپتمبر پورې د دغې رېلپټلۍ له لارې د وارداتي او صادراتي توکو عمومي اندازه له لسو ميلیونو ټنو څخه اوښتې او ارزښت يې ۴۰ ميليارډو او ۷۷۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی او د دې ترڅنګ، پر دغې رېلپټلۍ ۵۸ زرو او ۷سوو مسافر وړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او ۴۰ ميليونو کسانو پکې سفرونه کړي دي.
د چين-لاوس باروړونکي اورګاډي لوی پل
د چين ـــ لاوس باروړونکي اورګاډي د لاوس، تایلنډ، ويتنام او ميانمار په شمول څه باندې لسو هېوادونو ته تګ راتګ کوي او دغه رېلپټلي د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ د سوداګريز تګ راتګ لپاره يوه ډېره مهمه لاره ګرځېدلې او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ یې د تګ راتګ ښه بېلګه جوړه کړې ده.
د جاکارتا ــ باندونګ رېلپټلۍ د جنوب ختيځې اسيا لومړنۍ چټکه رېلپټلۍ ده او په اندونيزيا کې د کمربند او لارې وړانديز يو مهم برياليتوب بلل کېږي او ځايي خلکو يې تود هرکلی کړی دی. د روان کال د سپتمبر تر پايه پورې، پر دغې ريل پټلۍ له ۵ ميليونو او ۴۰۰ زرو څخه زیاتو خلکو تګ راتګ کړی، چې نه يوازې د اندونيزيا ټرانسپورټي توان يې لوړ کړی، بلکې په سيمه ييز اقتصاد کې يې هم د اندونيزيا مقام لوړ کړی دی.
اوسمهال د چين ـ تایلنډ رېلپټلۍ، د ماليزيا د ختيځې سمندري غاړې رېلپټلۍ پر جوړونې کار روان دی. د تایلنډ مرستيال صدراعظم او د ټرانسپورټ وزير سوريا جونګرونګ ريانګکېت د ۲۰۲۴م کال د تلپاتې ټرانسپورټ نړيوال فورم ته ويلي، چې د چین ــ تايلنډ رېلپټلۍ د لومړني پړاو جوړونه ۳۵ سلنه بشپړه شوې، چې د پلان له مخې به په راتلونکو ۴ کلونو کې بشپړه او دوهم پړاو به یې به تر ۲۰۲۸م کال پورې بشپړ شي.
د روان کال د اګست تر دوهمې لسيزې د ماليزيا د ختيځې سمندر غاړې د رېلپټلۍ جوړونه ۷۰ سلنه بشپړه شوې ده.
د لاوس د رسنيو، کلتور او سيلانيزو چارو مرستيال وزير په دې وروستيو کې د پرمختيايي هېوادونو د فکري مرکزونو نړیوال فورم ته ويلي، چې يووالی ځواک او ځيرکتيا رامنځته کوي او همکارۍ پرمختګ او راتلونکی جوړولی شي او دا د يووالي يوه ښه بېلګه ده، چې پرمختيايي هېوادونه په يو اواز کمربند او لاره جوړوي.
د چين او لاوس رېلپټلۍ تر پرانيستلو مخکې، د چين او د اسيان هېوادونو ترمنځ رېلپټلي نه وه، خو اوس یې شمېر په زياتېدو دی.
چين به په راتلونکي کې د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د کمربند او لارې باکيفيته ابادۍ ته وده ورکړي او له پرمختيايي هېوادونو سره به ژورې همکارۍ وکړي.