د چين د ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن او د چين د ژن مين پوهنتون د برېکس غړو هېوادونو کې ګډه سروې ترسره کړې او زياتره ګډونوال يې پر دې اند دي، چې برېکس نړيواله ا اداره په خوځښت راوستلې او د عالانه او معقول نړيوال نظام د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.
د برېکس د غړو هېوادونو ۱۶۳۴ کسانو په دغې سروې کې برخه اخيستې او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي.
د سروې ۹۶،۲ سلنه ګډونوال پر دې اند دي، چې د نړۍ ټول هېوادونه باید په نړيوالو چارو کې عادلانه او مساوي برخه واخلي او په ګډه باید نړيوال سيسټم او نظام جوړ کړي.
د سروې ۷۲،۶ سلنه ګډونوال پر دې نظر دي، چې د پرمختللو هېوادونو په مشرۍ نړيوال نظام او اصولو کې باید تغیرات او سمون راوستل شي.