چین د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د سهار په ۸ بجو او ۱۰ دقیقو د تای یوان د سپوږمکۍ توغونکي مرکز څخه د CZ-6 نمبر راکټ په وسېله د تايپينګ-۳(Tianping-3) نمبر مصنوعي سپوږمکۍ په بریالیتوب فضا ته توغولې ده.
د مالوماتو له مخې، د چين ياده سپوږمکۍ د فضا ټاکلي مدار ته رسیدلې او د استولو دنده يې په برياليبتوب ترسره شوې ده.
چين دغه سپوږمکۍ د ځمکې د رادار د تجهیزاتو د دقیق والي او د فضايي چاپېریال د څېړنو په شمول د ځينو نورو چارو د ترسره کولو په موخه فضا ته لېږولې ده.