په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي سفير فو څونګ د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د همنظره هېوادونو په نماينده ګۍ د دغه نړيوال سازمان د عمومي اسمبلۍ درېيمې کمېټې ته د يواړخيزو اجباري اقداماتو په اړه وينا کړې او ورته اقداماتو سره پر مخالفت يې ټينګار کړی او پر اړوندو هېوادونو يې غږ کړی، چې سمدستي خپل يواړخيز اجباري اقدامات پای ته ورسوي.
سفير فو څونګ په خپلې وينا کې ويلي، د نړۍ پر وړاندې پېچلې نړيوالې ننګونې موجودې دي، چې تر ټولو مخکې يې مخ پر ودې هېوادونه ځپلي او سخت زيانونه يې ورته رسولي دي.
نوموړي پر نړيوالې ټولنې د يو موټي کېدو غږ کړی او ترې غوښتي يې دي، چې پر رښتيني او اغېزمن څواړخيز ټينګار ولري.