د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په سهار د روسيې په کازان ښار کې د برېکس+ د مشرانو ډيالوګ ته ( د سراسري جنوب د پياوړو ځواکونوراغونډېدل او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي) په عنوان وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، د برېکس غړي هېوادونه باید د ګډ پرمختګ لپاره رول ولوبوي، د نړيوال اقتصادي اداري سيسټم په اصلاحاتو کې بايد فعال ګډون او لارښوونه وکړي او پرمختګ ته باید په نړیوالې اقتصادي او سوداګریزې اجنډا کې مرکزي ځای ورکړي.
شي جین پینګ ويلي، د نړيوال پرمختګ وړانديز د وړاندې کېدو له تېرو ۳ کلونو راهيسې د ۲۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت ۱۱ سوه انکشافي پروژې ترسره شوې دي.
هغه زياته کړې، د نړۍ د صنعتي او توليدي چارو په اړه د مصنوعي ځيرکتيا مرکز په دې وروستیو کې د چين په شانګهای ښار کې جوړ شوی دی او چين به د “ځیرک ګمرک” انلاین همکاريز پلیټ فارم او د برېکس هېوادونو د ګمرکاتو نمونوي مرکز هم جوړ کړي او په يادو چارو کې یې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډون هرکلی کړی دی.