د سمندري چارو په تړاو د چين او جاپان ۱۷مه لوړپوړې مشورتي غونډه د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د جاپان په پلازمېنې توکيو کې ترسره شوه، چې پکې دواړو خواوو پر خپلمنځي اړيکو او سیمه ييزو حالاتو خبرې او نظر تبادلې کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د سرحدونو او سمندري چارو رئيس هونګ ليانګ او د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او اوقيانوس ادارې مشر نامازو هيرويوکي په ګډه د دغې غونډې مشري کړې ده.
چيني لوري په دغې غونډې کې د ختيځ سمندرګي، دياو يو ټاپو، جنوبي سمندرګي، تايوان تنګي او سمندري او هوايي امنيت په اړه خپل دريځ څرګند کړی او له جاپان څخه يې غوښتي، چې د چين د ځمکني حاکميت او امنيت اندېښنو ته درناوی او پاملرنه وکړي، د سمندري مسئلو په اړه دې له منفي خبرو او فعاليتونو ډډه وکړي او په رښتينو اقداماتو دې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
چيني او جاپاني پلاویو هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظریې به پلې کړي، د سمندري مسئلو د حل لارې به پيدا او نظر تبادلې به زیاتې کړي، د سمندري چارو په اړه خپلمنځي توپيرونه به کنټرول او حل کړي، خپلمنځي همکارۍ به پياوړې کړي او د ختيځ سمندرګي د سولې او همکاريو او د چين او جاپان د اړيکو د پرمختګ لپاره به ګډې هڅې وکړي.