د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۴مې نېټې د برېکس د مشرانو د ۱۶مې سرمشريزې له پای ته رسېدو وروسته په ځانګړې الوتکې کې د روسيې له کازان ښار څخه بېجينګ ته ستون شوی دی.
د روسيې د تاتارستان اداري مشر روستم ميني خانوف او د روسيې د بهرنيو چارو جګپوړو چارواکو په همدې ورځ د کازان په هوايي ميدان کې د رئيس شي لپاره د خدايي پامانۍ مراسم ترسره کړل.