د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په سهار د روسيې د کازان ښار د نندارتون په مرکز کې د (( برېکس + )) د مشرانو په ډيالوګ کې ګډون کړی او (( د پرمختيايي هېوادونو د سترو قوتونو راغونډول او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې )) په عنوان يې وينا کړې ده.
رئيس شي په خپلې وينا کې د پرمختيايي هېوادونو ډله ييز غښتليتوب د نړيوال وضعيت د لوی بدلون څرګنده نمونه بللې او ويلي يې دي، چې د عصري کېدو په لوري د پرمختيايي هېوادونو ګډ اقدام په نړيوال تاريخ کې يوه مهمه چاره او هم د انساني تمدن په جريان کې بې ساری پرمختګ دی او په خبره یې، په دغه بهير کې نړيواله سوله او پرمختګ لا هم له سختو ننګونو سره مخ دي او هم د پرمختيايي هېوادونو د سمسورتيا لاره لوړې ژورې لري.
رئيس شي له برېکس هېوادونو څخه غوښتي، چې د پرمختيايي هېوادونو د مخکښې ډلې په توګه بصیرت او قوت وښيي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې دندې پرغاړه واخلي.