د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د چين د سمندر پوهنتون ټولو ښوونکو او محصلينو ته ځوابي پيغام ليږلی او د دغه پوهنتون د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت يې ورته مبارکي ويلي ده.
رئيس شي په پيغام کې د دغه پوهنتون ښوونکي او محصليون هڅولي، چې د ټېکنالوژيک پرمختګ او دولتي ستراتيژۍ د اړتياوو له مخې د سمندري ټېکنالوژيو په څېړنو کې لارښوونکی رول لوبوي او د ښوونې او سمندري چارو په برخو کې د پياوړي هېواد د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.
د چين سمندر پوهنتون په ۱۹۲۴م کال کې جوړ شوی او په ۲۰۰۲م کال کې په اوسني نوم نومول شوی دی.
د دغه پوهنتون ښوونکو او محصلينو څو ورځې مخکې رئيس شي ته يو پيغام ليږلی و، چې پکې په تېر سل کلن مزل کې يې د دغه پوهنتون د مبارزې او پرمختګ معلومات وړاندې کړي دي.
دوی ټولو د پياوړي سمندري هېواد د ابادۍ او باکيفيت پرمختګ او د چيني ملت د سمسورتيا لپاره د خدمت اراده ښودلې ده.