د چين د اوسپنې او فولادو صنعتي ټولنې يو لړ تازه معلومات خپاره کړي، چې له مخې يې د روان کال تر اګست پورې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۴۰ فولادي شرکتونو، چې ټولټال د ۶۲۰ ميليونو ټنو فولادو توليدي ظرفيت لري، د خپرېدونکي کاربن د ډېر کمښت لپاره د خپلو تجهیزاتو د اصلاح پروژې بشپړې کړې دي.
معلومات ښيي، يادو شرکتونو د نړيوالو او کورنيو بازارونو د تقاضا زياتېدو او د اړوندو ټېکنالوژيو عصري کېدو ته په کتو د فولادو کيفيت لوړ کړی، چې د فولادو د مصرفوونکو سکټورونو د فعاليتونو په جريان کې د خپرېدونکي کاربن په کمولو کې ډېره مرسته کوي .
يادې ټولنې وړاندوينه کړې، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د باکيفيته فولادو د مصرفوونکو سکټورونو د فعاليتونو په جریان کې د خپرېدونکي کاربن په اندازې کې يو ميليارډ او ۳۵۰ ميليونه ټنه کموالی راولي.