د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اکتوبر په ۲۴مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې غواړي د برېکس له بېلا بېلو غړيو سره د لوی برېکس د همکاريو د باکيفيته او نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره به خدمتونه وکړي.
د برېکس ۱۶ سرمشريزه د روانې میاشتې په ۲۳مې نېټې د روسيې په کازان کې ترسره شوه، چې دا په دغه سازمان کې د نويو غړو هېوادونو تر زياتېدو وروسته لومړۍ سرمشريزه وه.
لين جيان رسنيو ته په دغې سرمشريزې کې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د وينا مهمې ټکي ياد کړي دي.
رئيس شي په يادې سرمشريزې کې وړانديزونه کړي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه دې سوله ييز برېکس اباد کړي او د خونديتوب ګډ ساتونکی دی وګرځي، ابتکاري برېکس دې جوړ کړي او د باکيفيته پرمختګ مخکښ ځواک دې وګرځي، زرغون برېکس دې اباد کړي او د دواملرونکي پرمختګ د عملي کولو دندې دې پرغاړه واخلي، عادلانه برېکس دې جوړ کړي او د نړيوال اداري سيسټم د اصلاحاتو لارښوونکی رول دې ولوبوي، کلتوري برېکس دې اباد کړي او د تمدني هوساينې او همکارۍ هڅوونکی دې وګرځي.
نوموړي ويلي، چين له ډېر وخت راهیسې د اوکراين بحران د لرې کولو لپاره د نړۍ په جنوب کې له پرتو هېوادونو سره د سولې او دوستۍ ډلې د جوړېدو غوښتنه کوي او اوس يې د منځني ختيځ پر اړوندو خواوو د اوربند او د ملکيانو د وژنې د بندېدو غږ کړی دی.
چين د برېکس هېوادونو د ژورو سندري سيمو د سرچېنو د نړيوال څېړنيز مرکز او د برېکس د ډيجيټل چارو د همکاريزې شبکې د جوړولو اعلان کړی او هم يې ژمنه کړې، چې د زرغونو سکټورونو، پاکو انرژيو او کاني چارو په برخه کې به له برېکس هېوادونو سره همکارۍ وکړي.
چين وايي، اړوندې خواوې دې د برېکس د غړو هېوادونو د زياتوالي او د ملګرو هېوادونو د ټاکلو د جريان د پرمخبېولو لپاره هڅې وکړي.
چين د برېکس هېوادونو د ډيجيټلي ښوونيز توان د پياوړتيا پلان د عملي کولو ژمنه کړې، چې له مخې به يې په راتلونکو پنځو کلونو کې د برېکس غړيو هېوادونو کې د زده کړو لس مرکزونه جوړ کړي.
د چين يو لړ نوي وړانديزونه او تدبيرونه د زمانې له پرمختيایي تمايل سره سمون لري او د برېکس د غړيو هېوادونو د ګډو هيلو او د همکاريو د لا پياوړتيا په برخه کې د دغه هېواد د ژمنو ژمنو او باور ښکارندويي کوي.