د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد د ملکي چارو مهمه لارښوونه کړې او ويلي يې دي، چې د چين د ملکي چارو سيسټم په جدي توګه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړې او پلانونه عملي کړي او اړوندو چارو ته يې پرمختګونه ورکړي او د ګوند او هېواد د عمومي نقشې لپاره يې ښه خدمتونه کړي دي.
شي جين پينګ د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې د ملکي چارو مهم مقام ياد کړی او د دغه ګوند د بېلا بېلو کچو کمېسيونونو او حکومتي ادارو څخه یې غوښتنه کړې، چې په چارو کې د خلکو پر لومړيتوب دې ټينګار وکړي، د ملکي چارو مشرتوب دې پياوړی کړي او هغه مسئلې دې په ښه توګه حل کړي، چې خلک ورسره علاقه لري او د خلکو له ګټو سره مستقيمې اړيکې لري.
د چين د ملکي چارو ۱۵مه ملي غونډه د اکتوبر له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوې او په دې غونډه کې د رئيس شي جین پینګ ياد مهم فرمان خپور شوی دی.