امريکا په دې وروستيو کې پر تايوان د یو میلیارډ او ۹۸۸ ميليونو ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو پلان منظور کړ.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، امريکا پر تايوان وسلې پلورلې، دغه کړنه د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له درېيو ګډو اعلاميو څخه سرغړونه ده، د چين ملي حاکميت او امنيت ته يې زيان رسولی، د چين او امريکا تر منځ اړيکې او د تايوان تنګی سوله او ثبات يې ډېر خراب کړی. چين له دې سره ټينګ مخالفت کړی او امريکا ته یې خپل سخت مخالفت او اعتراض وړاندې کړی دی.