د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اکتوبر په ۲۸مې نېټې په يوې غونډې کې د شلمې مرکزي کمېټې درېيم څارنيز راپور تر سنجش لاندې نيولی دی.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري کړې ده.
د دغه څارنيز راپور له مخې، د کمونېست ګوند په مرکزي کمېټې، دولتي ارګانونو او ملي پولي سازمانونو کې د ګوند د ابادۍ چارې پياوړې شوي او بېلا بېلو چارو کې يې نوي برياليتوبونه ترلاسه شوي دي او په ورته وخت کې ځينې نوې مسئلې هم پکې را برسېره شوې دي.
په غونډې کې له مرکزي کمېټې غوښتل شوي، چې د څارنې او اصلاحاتو چارې جدي ترسره کړي، اړوندو اصلاحاتو ته دې وده ورکړي او د مشرانو سياسي مسئوليت دې زیات او د څارنې او اصلاحاتو چارې دې له عادي چارو سره پيوست کړي، څو باکيفيته پرمختګ نور هم پياوړی شي.