د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د عمومي اقتصاد څېړنيز انسټيټيوټ په وروستيو کې د ۲۰۲۴م کال په تېرو درېیو ربعو کې د هېواد د عمومي اقتصادي وضعيت سمينار ترسره کړی دی.
مالومات ښيي، د روان کال په تېرو نهو مياشتو کې په غیر منقولو شتمنیو کې د چين پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې درې اعشاريه څلور او د بنسټيزو تاسيساتو د رغولو پانګونې يې په سلو کې نهه اعشاريه درې زياتې شوې دي.
په چين کې د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونو ګړندۍ پرمختيا د ثابتو پانګونو لپاره کليدي رول لوبولی دی.
په همدې موده کې د چین ترانزيټي ابادي او خدمتونه ښه روان وو او د مسافرينو د تګ راتګ او صنعتي او تدراکاتي ځنځيرونه ثبات تضمين شوی دی.
په تېر سپتمبر کې د چين د ريل پټليو اوږدوالی له ۱۶۰ زرو کيلو مترو څخه اوښتی او شاوخوا ۵ لکه مسافرو د چين په سي ۹۱۹(C919) الوتکو کې تګ راتګ کړی دی.