د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې د اړوندو روحيو د زده کړې په پار د دغه هېواد د عمده ولايتي او وزارتي چارواکو کورس د اکتوبر د ۲۹مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شو.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د دغه کورس پرانيستونکو مراسمو ته وينا کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې ټول چارواکي باید د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې د روحيو زده کړه لا پياوړې کړي، پر اصلاحاتو د ټولو ګوندي غړيو او خلکو باور باید ټينګ وساتي او د ځواکونو په راغونډولو سره باید ژور اصلاحات راوالي.