د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د اکتوبر په ۳۰مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې د دغه هېواد د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۶.۰۹ ټريليونو يوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۱۱.۹۹ سلنه زياتوالی موندلی دی. په دې جملې کې يې د صادراتو ارزښت ۲.۷۴ ټريليونه يوانه او د وارداتو ارزښت يې ۳.۳۵ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې په جلا جلا توګه يې د تېر کال د همدې مودې په مقايسه ۱۶.۰۱ سلنه او ۸.۸۳ سلنه زياتوالی موندلی دی.