د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په لومړۍ نېټې د عربي متحده اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید بن سلطان سره د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګښت د ۴۰مې کلیزې په پار یو بل ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ویلي، په تېرو ۴۰ کلونو کې د چین او عربي اماراتو ترمنځ اړیکو ثابت پرمختګ کړی، سیاسي باور یې مخ په پیاوړي کېدو دی. زه د چین او عربي اماراتو ترمنځ اړیکو ته جدي پاملرنه کوم او غواړم چې له ولسمشر سره یو ځای د دواړو هېوادونو اړیکې لا نورې نږدې او ژورې کړو، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوو او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات د هڅولو لپاره لا زیات خدمتونه وکړو.
ولسمشر محمد بن سلطان په خپل پيغام کې هیله وښودله چې د چین او عربي اماراتو ترمنځ اړیکې به لا نورې هم ټینګې شي او په لا زیاتو برخو کې به اغېزمنې همکارۍ ترسره شي.