د چين د بهرنيو چارو وزارت د قونسلګرۍ څانګې خبر ورکړی چې بېجینګ پرېکړه کړې چې د سلواکيا، ناروې، فنلنډ، ډنمارک، ايسلنډ، اندورا او مراکش په شمول د نهو هېوادونو خلکو ته له ويزې پرته د راتګ تګلاره غوره کړي. د ۲۰۲۴ م کال د نومبر له اتمې نېټې څخه د ۲۰۲۵م کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د يادو هېوادونو خلک په څه کم ۱۵ ورځو کې په چین کې کاروبار او سفرونه وکړي، له ويزې پرته چين ته ننوتلی شي. او هغه څوک چې دا امتیاز و نه لري، اړ دي چې ویزې اخیستو ته غوښتنلیک وړاندې کړي.