د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲مه نېټه په هسپانيا کې د سختو سيلابونو له امله د دغه هېواد پاچا ۶م فېليپې ته د خواخوږۍ پيغام استولی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، خبر شوم چې د هسپانيا په څو ځايونو کې سخت بارانونه او سيلابونه رامنځته شوي او له امله يې زياتو خلکو ته د سر او مال زيانونه رسېدلي دي. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب قربانيانو ته خواخوږي څرګندوم او د دوی له کورنيو او ټپيانو څخه د حال او احوال پوښتنه کوم. باور لرم چې د پاچا ۶م فېليپې او هسپانوي حکومت تر مشرۍ لاندې سيلاب ځپلي خلک به هرومرو ژر خپل کورونه بيا اباد کړي.