د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون به ژر پرانیستل شي. له افغان سوداګر علي فايض څخه مې پوښتنه کړې، چې تاسې به په دې نندارتون کې ګډون وکړی که نه؟ هغه ما ته ځواب راکړی، چې البته زه به په کې ګډون وکړم. ما ورته ويلي، چې تاسې اوس د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې ډېر مشهور ياست! هغه په عاجزه توګه راته ځواب کړی، نه، نه زه يوازې د چين مشتريانو ته زما د وطن افغانستان ځانګړي توليدات معرفي کوم.
علي فايض د چين نړيوال وارداتي نندارتون په پخوانيو څلورو دورو کې ګډون درلود او دا ځل به لا هم د افغانستان لاسي غالۍ، زعفران او جلغوزي په شمول د وطن توليدات دې نندارتون ته راوړي. هغه پر دې ټينګ باور لري، چې دغه نندارتون د افغانستان توليداتو ته سوداګريز فرصتونه رسولی شي.
ولې هغه دومره ټينګ باور لري؟ ځکه چې دې نندارتون د هر کال په همدې وخت کې دوام لري او د تېرو څلورو دورو نندارتونونو له لارې د ده د توليداتو بازار ډېر پراخ شوی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لومړۍ دورې د چين نړيوال وارداتي نندارتون څخه نړۍ ته جدي ژمنه کړې، چې دغه نندارتون به نه يوازې په هر کال کې تر سره کېږي، بلکې په لوړې سويې، په اغېزمنه او ښه توګه دوام ولري. د روان کال په جولای مياشت کې د اوومې دورې د چين نړيوال وارداتي نندارتون نه دی پيل شوی، خو د فرانسې د سينګار جوړولو شرکت لوريال (L’ORÉAL)، د سويډن د ولوو(Volvo) د موټرو جوړولو شرکت، د جاپان ميتسوبيشي موتور توليدولو شرکت، د امريکا د ۳ايم (3m)شرکت په شمول تصديو د اتمې دورې په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي، چې د هرې دورې په دې نندارتونونو کې ګډون کوونکي تصدي ګرځېدلي دي. د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو غښتلې تصدۍ غواړي په پر له پسې ډول د هرې دورې په دې نندارتونونو کې ګډون وکړي، داسې ښکارېږي، چې دوی د چین پر پخوا، اوسمهال او راتلونکي بازار ټينګ باور لري.
د لوريال (L’ORÉAL)شرکت د هرې دورې د چين نړيوال نندارتون کې د ژوند لپاره د مصرفوونکو توليداتو د سوداګريز شرکت په توګه د تېرو شپږو دورو په نندارتونونو کې نړيوال بازار ته اول ځل نژدې ۲۰ نوي برانډونه او سلګونه نوي ډول توليدات وړاندې کړي دي. دغه شرکت په دې هدف چې د اوومې دورې په دې نندارتون کې لا زياتې پاملرنې تر لاسه کړي، ډېر مخکې يې پلان کړی، چې د فرانسې له دولتي نندارتون سره يو ځای يو لړ فعاليتونه تر سره کړي او په ځانګړې توګه د چين له جينګده جن سره (د سيراميک توليدولو مشهوره علاقه دارۍ) ځانګړې توليدات جوړ کړي او په نندارتون کې به چينايي نندارچيانو ته ښايسته ننداره وړاندې کړي. دغه مشهور نړيوال شرکتونه ډېر اصلي لګښتونه استفاده کوي، چې د چينايي بازار لپاره ځانګړي توليدات جوړوي او په دې نندارتون کې چينايي نندارچيانو ته وړاندې کړو توکو، لامل څه دئ؟ ځکه چې دوی د تېرو څو دورو په دغو نندارتونونو کې د چيني بازار د پراخېدو ګټې ليدلې او دا ښکارېږي، چې په چين کې د دوی د پانګونې په برکت به ځان ته د ليدو وړ ګټې ورسوي او دا تل سم انتخاب دی.
د تېرو شپږو دورو د چين نړيوال وارداتي نندارتونونه د بېلا بېلو هېوادونو شرکتونو او سوداګرو ته فرصتونه جوړ کړي، چې د چين بازار ته داخل شوي او دغه فرصتونه ډېر ثابت دي چې لا په پر له پسې ډول لوړې او پراخې کچې جوړوي. دغه نندارتون چې په هر کال کې تر سره کېږي، په لا ښه او پراخه توګه به تر سره شي، بهرنيو تصديو او شرکتونو ته ټينګ باور رسوي. په حقيقت کې دغه ټينګ باور نه يوازې د دې نندارتون، بلکې د چين د هراړخيزو اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا د تګلارې، د بازار د فعال چاپېريال، د توليداتو د عرضې د بشپړ ځنځير او د پانګونې امن چاپېريال تر جامع شرايطو لاندې هراړخیزه اغېزه ده.