د چين د شن جو ۱۸مې فضايي بېړۍ درې ستورمزلي (یې ګوانګ فو، لي څونګ او لي ګوانګ سو) د نومبر په ۴مې نېټې د ماسپښين په ۲ بجو او ۱۵ دقيقو ځمکې ته راښکته شول.
د درې واړو ستورمزلو روغتيا د ډاډ وړ ښودل شوې او په فضا کې يې دندې په برياليتوب ترسره کړې دي.
ستورمزلی يې ګوانګ فو مخکې هم فضا ته تللی و او لومړی ستورمزلی دی، چې په فضا کې يې له يوه کال څخه زیات وخت تېر کړی دی.
ستورمزلي لي څونګ او لي ګوانګ سو بیا په لومړي ځل فضا ته تللي وو او خپلی دندې يې په برياليتوب ترسره کړې دي.