د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو پر یو موټر د نامعلومو وسله والو په برید کې د یو افسر په ګډون پنځه پولیس وژل شوي او دوه عام وګړي ټپیان دي. د پولیسو په خبره دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پولیس له همدې سیمې نه د ګزمې پر وخت د تېرېدو په حال کې وو. ویل کېږي چې برید پر موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو کړی دی. پولیسو د پلټنو خبر ورکړی دی او د پیښې پړه تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.