د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه پلاوي د زیانمنو افغان ټولنو د ملاتړ په موخه د دغه سازمان فعالیتونه له نږدې لیدلي دي. ډبلیو ایف پي ویلي، د دوی په پروګرامونو کې د تغذیې، د ټولنو د مقاومتپیاوړتیا او لوژستیکي عملیاتو په برخو کې فعالیتونه شامل دي، چې له لارې یې د اړتیا وړ افغانانو ملاتړ کېږي. دغه سازمان د افغانستان په برخه کې د جرمني له دوامدارې همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو لوریو همکاري د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره مهمه ده چې تر ټولو ډېرو مرستو ته اړتیا لري.































