د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون ناوخته د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کلیزې په مراسمو کې پر امریکا سختې نیوکې کړې دي. هغه ویلي چې که ایران د امریکا په واک کې پاتې شوی وای پخوا به لا پاشل شوی و. نوموړي دغه راز وویل چې هېواد به یې د امریکا د غوښتنو خلاف د توغندیو پراختیایي پروګرام ته دوام ورکړي. په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې د حکومت له خوا په تنظیم شویو لاریونونو کې سلګونه زره کسانو د ایران د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب چې په دې هېواد کې یې شاهي نظام ته د پای ټکی کېښود ۴۰ مه کلیزه ولمانځله. په ایران کې د اسلامي انقلاب کلیزه هر کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه هغه مال چې خمیني له تبعیده بېرته هېواد ته ستون شوی و، لمانځل کېږي او د فبرورۍ په یولسمه پای ته رسېږي.