د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۷مې نېټې د کلاسيکس لومړنۍ نړیوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چين تل پر دې بوخت دی، چې د تمدن پراخېده او پرمختګ پياوړی کړي، د کلتور نړيوالې تبادلې ټينګې او د تمدونونو د نړیوال ډيالوګ لپاره زمېنې برابرې کړي او له بېلابېلو تمدونونو څخه زده کړه وکړي.
شي جين پينګ ويلي، هېواد به یې له بېلابېلو خواوو سره يو ځای د تمدن نړيوال وړانديز پلی او د انسانانو پر وړاندې بېلا بېل چلينجونه حل کړي او تمدونونو ته به وده ورکړي.
د کلاسيکس لومړنۍ نړيواله غونډه په همدې ورځ په بېجينګ کې د کلاسيک تمدن او عصري نړۍ په عنوان ترسره شوه.
دغه غونډه د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ، پوهنې وزارت، د کلتور او ګرځندوی وزارت، د يونان د کلتور وزارت او د اتن د علومو اکاډمۍ په کوربتوب جوړه شوې وه.