د چين حکومت ويلي، د مېکونګ سيند پر غاړه د پنځو پرتو هېوادونو (کمبودیا، لاوس، میانمار، ټایلنډ، ویتنام ) اتباعو ته به د لان څانګ جيانګ سيند – مېکونګ سيند په نوم وېزې ورکړي.
د مېکونګ سیند پرغاړه د یادو ۵ پرتو هېوادونو هغه سوداګران، چې د لان څانګ جيانګ سیند ـ مېکونګ سیند د ويزې پر شرایطو برابر وي، کولی شي، د وېزې ترلاسه کولو وروسته په پنځو کلونو کې چين ته سفرونه وکړي.