د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند هه یونګ چیان د نومبر په ۷مې نېټې یوې خبري ناستې ته، په دې اړه چې اروپايي ټولنه پر چیني برقي موټرو ګمرکي تعرفې لوړوي، ويلي اوسمهال دواړه خواوې د دغو موټرو د بیې پر لایحې بحثونه کوي.
د چین سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو د تېر اکتوبر په ۲۵مې نېټې د اروپايي کمېسیون له اجرائیوي مرستیال او سوداګریز غړي دونګبوروف سره په ویډيويي خبرو کې هوکړه کړې وه، چې د چیني برقي موټرو د سبسایډۍ يا حکومتي مرستې ضد د اروپايي ټولنې د قضیې د حلولو لپاره به د بیې ژمنې وکاروي. ورپسې اروپايي ټولنې د تېر اکتوبر په ۲۹مې نېټې د یادې مسئلې نتیجه خپره کړه او ويلي يې دي، چې له چین سره به د برېښنايي موټرو د بیې ژمنې په تړاو مشورو ته دوام ورکړي.
هه یونګ چیان ويلي، د اروپا تخنیکي ډله د نومبر په ۲مې نېټې بېجینګ ته رسېدلې او اوس دواړه خواوې په عملي او مساوي اصولو په مشورو بوختې دي.